امرېكې جنرال مك كرسټل يوازې پرېښود !
تېره اوونۍ د واشنګټن پوست ورځپاڼې په افغانستان کې د نړیوالوځواکونو عمومي قومندان جنرال مک کریسټل له خولي ليكي و چې : که افغانستان ته نور سرتېري ونه لېږل شي نو په دې هیواد کې د نړیوالوځواکونو مبارزه به له ناکامۍ سره مخامخ شي .
په ملکي چارو کې د امریکا د متحد ایالاتو د حکومت چارواکي د اوس لپاره نه غواړي چې افغانستان ته نور سرتېري واستوي .
چې سمدستي بيا د نيوزيلند لومړي وزير\جان كي دخپل يو سلو شلو سرتېرو ترڅنګ د يو اويا نورو ځانګړې هوايي ځواكونه د ناټو په عملياتو كې د ملاتړ په موخه د راليږلو خبر وركړ .
دا په داسې حال كې ده چې په امريكې كې جمهوريت غوښتونکي ډله اکثرا بیا د جنرال مک كرسټال د غوښتنې ملاتړ کوي .
خو بيا افغان شننوونكي بيا له ډېرو پوځونود راليږلو په اړه اندېښنه ښودلې او وايي چې د پوځونو پر ځاى دې د هېواد امنيتي ځواكونه وروزي او په مجهزو وسلو يې سمبال او پياوړي كړي .
خو د جمعې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې سوزان رایس د ملګرو ملتو د عمومي غونډې په څنډه كې رسنيو ته وويل، د افغانستان لپاره د ولسمشر اوباما د سرتېرو د زياتېدو په ستراتیژۍ کې بدلون نه دی خو د افغانستان په تګلارې كې بیا غور ممکن دی .
په ځانګړې توګه په پوځي، سیاسي او اقتصادي برخو کې تنظیم او تعدیل ته ښایي اړتیا وي. په ملګرو ملتو کې د امریکا سفیرې زیاته کړه، د افغانستان د ولسمشرۍد ټاكنې وروسته د احتمالي اله ګولې د رامنځته كېدو وروسته باید دغه هیواد ته د نورو عسکرو د استولو په برخه کې له دقته وروسته پریکړه وشي .
دا په دې مانا ده چې اوس نو امريكا نه غواړي افغانستان ته نور سرتېري واستوي .
چې د دې اصلي لامل لا تراوسه نه دى څرګند شوى چې ولې امريكا نه غواړي نور سرتېري افغانستان ته د امنيت د ساتلو او د نړيوال تروريزم پر وړاندې د مبارزې لپاره واستوي ؟
خو بل لور ته د امریکا د جمهوري غوښتوونکې ډله بیا د جنرال مک كرسټال د غوښتنې ملاتړ کوي، د جمهوري غوښتونکو له لورې ولسمشرۍ ته پخوانی نوماند جان مک کین (سي بي ایس) ټلویزیون ته وویل، څومره چې موږ افغانستان ته د نورو عسکرو په لیږلو کې سستي کوو هغومره به په دغه هیواد کې خپل پوځیان له ډیر خطر سره مخامخ کړو.
د ټایمز ورځپاڼې په وینا د امریکا د پوځ او سپینې ماڼۍ تر منځ د افغانستان د ستراتیژۍ په برخه کې یو ډول اختلاف تر سترګو کیږي.
جګپوړیو امریکایي پوځي چارواکو ولسمشر اوباما ته خبرداری ورکړ که چیرته افغانستان ته د نورو پوځیانو د استولو په برخه کې ژر پریکړه ونه کړي او پر دې اونۍ تیرې کړي او یا میاشتې ولګوي نو د جنرال مککرسټال خبره دغه جګړه به ممکن له واکه ووځي.
د جنرا ل مک کرسټل له غوښتنې سره د امریکا د ملکي چارو د تګلارو یو شمیر کسان چې مشري یې مرستیال ولسمشر جوبایډن کوي، مخالفت کوي.
د ټایمز ورځپاڼې په وینا د امریکا د ملکي چارو د تګلاریو مسوولان په دوه دلیله افغانستان ته د نورو عسکرو له لیږلو سره مخالفت کوي، یو علت په وروستیو کې د امریکایي ځواکونو د تلفاتو د زیاتیدو ده چې د امریکا دننه یې خلک د افغانستان له پوځي ماموریت سره مخالف کړي دي. دوهم دلیل د افغانستان له درغلیو ډک انتخابات دي چې تر هغو چې دا تورونه سپینیږي د افغان حکومت په مشروعیت کې سپینه ماڼۍ ممکن شک وکړي.
د سپټمبر په يويشتمه نېټه په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو عمومي قومندان مكکریسټل د امریکا حکومت او د ناټو چارواکو ته په خپل شپېته مخیزراپورکې چې د واشنګټن پوسټ ورځپاني لاسته ورغلي ویلي چې د افغانستان د جګړې د بریالیتوب لپاره نورو سرتېرو او د افغان امنیتي سرتېرو روزنې ته اړتیا ده .
كه څه هم دې ورځپاڼې ددي پټ ريپورت ټول مټن نه وو خپور كړى خو د دي ريپورټ په ځيني ځايو كې دمك كريستل له خولي راغلي و. كه د افغانستان په استراتيږي كې په اساسي ډول تغيرات رانشي نو امريكا به په افغانستان كې له ماتې سره مخامخ شي .
مک کریسټل د امریکا حکومت او د ناټو چارواکو ته په خپل شپېته مخیزراپورکې ویلي چې د افغانستان د جګړې د بریالیتوب لپاره نورو سرتېرو او د افغان امنیتي سرتېرو روزنې ته اړتیا ده .
له دي سره سم د امريكا د متحده ايالاتو ولسمشر بارك اوباما په يوه ټلويزوني مركه كې ويلي له ټولو نه د مخه موږ بايد پو شو چې دجګري داغه لار چې موږ په افغانستان كې په لاړه اچولي ده سمه ده او كه نه ؟
دا په داسي حال كې ده چې د امریکا د ولسمشربارک اوباما د دیموکرات ګوند په منځ کې چې په کانګریس کې اکثریت لري ، افغانستان ته د نورو سرتېرو له لېږلو سره مخالفت کېږي او د امریکا د عامو خلکو ملاتړ هم له دې مسلې سره کم شوی دی تردې چې په امرېكې كې نظرپوښتنې ښيي چې ترپنځوس فیصده زیات امریکایان نور په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ايتلاف له جګړې سره ملاتړ نه کوي .
له دې سره سره بيا افغان شننوونكى بيا د سرتېرو زياتېدل د افغانستان د ستونزو د حل لاره نه ګڼي او وايي چې : د سرتېرو د زياتېدو پر ځاى دې افغان امنيتي ځواكونه دې وروزي او په مجهزو وسلو سمبال او پياوړي كړي . او په عملياتو كې دې پوره ونډه او صلاحيت وركړي، ځكه اوس په افغانستان كې له بهرنيو ځواكونو څخه افغانان نور پتنګ راغلي دي او ان د دوى له لاسه د يوه بل نظام غوښتوونكي دي ...
سميع الله اميني
دا ژوند زموږ كم د محبت لپاره هــــــم دى
حيران يم نفرت ته وزګاريږي خلك څنګه
سميع الله اميني
افغانان په ټوليزه توګه له ژونديو څخه يې ښه نه راځي او په مړو پسې كلونه كلونه څه چې پېړۍ پېړۍ ژاړي . او هغه د نادره خبره چې د پښتنو په مړو كې بد نشته او په ژونديو كې ښه !
څو ورځې وړاندې مې يوه ليكنه چې فكر كوم عتيق جان په نامه چا ليكلې وه، چې دې ته په دري كې خود كش بيګانه پرست وايي، ولوسته چې د هر پښتون لپاره يوه د عار خبره ده . په دې ليكنه كې د ښاغلي پوهندوى استاد محمد اسماعيل يون د مهاجرت ژوند تصوير كړى و . زه فكر كوم چې د دې ليكنې ليكوونكي په دې خاطر دا خبره كړې ده چې نوموړى پخوا داسې و، او اوس داسې دى .
هغه خو مهاجرت ژوند و او كه هغه شغل خداى مه كړه بد واى خو دا خو ټولو افغانانو كړى دى او لا كوي يې . دا خو د كوم عيب او يا هم د انسان شخصيت ته كوم زيان نه رسوي .
كه ښاغلي يون د مهاجرت په شپو او ورځو كې د نورو افغان كډوالو په څېر په فقر كې ژوند كاوه خو د ځينې جهادي مشرانو په څېر يې غلاوې او شوكماري خو نه كوله په حلاله لار يې حلاله روزي پيدا كوله . او خداى (ج) په قران شريف كې فرمايلي دي چې( الكاسب حبيب الله ) .
ښاغلو د ديني رواياتو پر بنسټ ټولو پيغمبرانو په لومړي سر كې د وخت د مالدارو د مالونو او څارويو شپوني كړې ده او په اصطلاح مازې يې د ژوند ورځې تېرولې .
هره ټولنه ځانته ښاغلي او نوميالي لري په دې لنډه او تنګه ليكنه كې مهاتماګاندي يې غوره ګڼلى دى ، په داسې حال كې چې د وخت مهاتماګاندي د ستر پښتون پاچاخان څخه مشورې غوښتې او د خان پاچاخان سره يې ناسته پاسته يې د ځان لپاره وياړ ګڼلى دى . چې مهاتماګاندي د مړينې وروسته بيا د مهاتماګاندي ميرمن له خان پاچاخان څخه غوښتنه كړې وه چې د هند د وګړو سرپرست او د مهاتماګاندي ځاى ناستى شي او د نوموړي ګوند رهبري وكړي . نو اوس زموږ مشران د مهاتماګاندي سره تشبيه كوئ ! حال دا چې هغوى زموږ د مشرانو سره ناسته پاسته د ځان وياړ ګاڼه .
او د يوه شخص لپاره چې په يوځلي دري دېرش اثره ميدان ته راوباسي داسې سړي ته نو موږ په اوسنى نړۍ كې غير له دې چې اوسنۍ خوشحال خان ورته ووايو نو څه ورته ويلى شو . چې څو ورځې وړاندې يې د يوې پرتمينې غونډې په ترڅ كې ۳۳ اثره پښتنو ته ډالۍ كړې .
كله چې ښاغلي يون د اوسني حكومت ارګ ته لاره پرانستله او ارګ ته يې په يو ځانګړي شان سره د پښتــــون قوم د نجات او پالوونكي په توګه ارګ ته ننوت تر څو د پښتنو دغه تر پښو لاندې شوي حقوق بيا راژوندى كړي . او پښتو توكم له خوبه راويښ كړي .
كله چې ښاغلى يون اوسني ارګ د محمد ګل خان مومند په څېر د يو ملي احساس سره ننوت ، كوم پښتون خپله خوشحالي علني اعلان كړه په هغه وخت كې چې شمالي ټلوالې او ورسره د دوى او د ځينو بهرنيو په اشاره د همدې پښتو او پښتونولى پر سر چې مخالفتونه پيل شول ما خو يو پښتون هم ونه ليد چې د يوې ليكنې په ترڅ كې د يون صيب ملاتړ وكړي . لاريون او نور اعتراضونه او شكايتونه خو لا پرېږده !
چـې دلته عتيق ويلي دي چې ارګ ته د يون ورتك پښتانه ځوانانو من من غوښې واخيستلې نو غوښې اخيستل همداسې و ي ؟
كه مو فكر كړى وي نو اوس هم د ده په وينا پر هغو كسانو يې چې د (مرده باد شعارونه وركول اوس هم د هغو پر وړاندې د يوه سپر په څېر ولاړ دى ).
عتيق جانه د كمپاين خبره به درسره نه څېړم ځكه خبره رانه ډېره اوږديږي . يو څه مكث به د رياستي او پارلماني نظام په اړه وكړم .
په اوسني حساس او كابو ترينګلي وخت كې د هر لوستي په ذهن كې همدا اوسنى رياستي نظام يو وړ او تر ټولو ښه نظام ښودل شوى دى .
ګورئ د دې موضوع په اړه چې عتيق جان ته يې هضم ګرانه خبره ښكاري لږ به يې د يوه ساري سره روښانه كړم .
اوسنى عراق په نظر كې ونيسه :
د امريكايي يرغلګرو مخكې په عراق كې يو با ثباته او مقتدر او سالم ديكتاتوري نظام و چې د عراق ټولو مسلمانانو او د نړۍ نورو مسلمان ميشتو وګړو ته د خوښې نظام و . ځكه عراقيان په كې هوسا او په پوره امن كې يې ژوند كاوه ... .
نو كله چې امريكايي او ورسره ملګرو يې د بېلابېلو بهانو چې ټولو ته مالومه ده پرې د خپلو ګټو لپاره يرغل وكړ په داسې حال كې چې د دوى اكثره ملګري د دې يرغل مخالف و خو دوى د خپلو ګټو لپاره يرغل وكړ . او ان ويل كيږي څه چې او په ريښتيا بدله شوې ده ، هغه دا چې په خپله بوش د يوې امريكايي شركت چې كار او بار يې نفت و ، بوش ته يې يوه برخه منلې وه نو د دې لپاره چې د عراق لاس نا وهلي او سوچه تيل د هغه امريكايي شركت چې ده ته يې برخه منلې وه يرغل وكړ .
كله چې پر عراق په هغه بهانه چې يرغل يې كړى و ، وروسته بيا څېړوونكى هغه سيمې چې د ده په وينا هلته اټومي چارې پر مخ تلې په هغه ځاى كې يې د اټوم څرك هم پيدا نه كړ . چې اوس يې د امريكا ټول ملت يې د ملامتيا بار پر غاړه وړي . او اوس اوس هم د امريكا لوړ پوړي چارواكي وايي چې پر عراق يرغل د دوى يوه ستره تېر وتنه وه .
څه و ؟
هلته يو سالم رياستي نظام و چې هر څه سم او ښه پرمخ تلل . خو اوس يې كابو د ناټو ټول غړي هېوادونه يې نشي ارامولى . بل لامل يې ښايي دا واوسي چې دمګړى هلته اوسنۍ نظام صدارتي نظام دى چې تر اوسه هم د عراق حكومت نه دى په كرار .
نو هر لوستى دې يو ځلي په خپل ګريوان كې سر ښكته كړي او ودې وايي چې د افغانستان په څېر يوه هېواد ته چې هره سيمه يې د هر راز ژپني . مذهبي ... او ان د بهرنيو د لاسوهنې خالي نه دى نو دلته به كوم نظام ښه او برلاسى وي ؟
طبعي ده چې د هر لوستي او پوه سړي ځواب به دا وي چې رياستي نظام ، هو رياستي نظام په داسې ملك كې تر ټولو غوره نظام دى . دا د دې لپاره نه چې په اوسني نظام كې فلان او يا هم فلان شخص د واك په ګدۍ ناست دى دا يوازې د هوسا او پياوړي افغانستان لپاره .
په دې ليكنه كې يو خو بې پاسه خبرې ډېرې وې چې د هېڅ يوه لوستي سره نه ښايي داسې كلمې په خوله راوړي او خپل مغز پرې ستړى كړي .
په دې ليكنه كې ځينو اشخاصو خبرو ته اشاره شوې وه چې د يون سره يې په هغه ګړدى ميز كې چې د شمشاد ټلويزيون له لوري چې فكر كوم د رياستي او صدارتي نظام په اړه و ځينې څرګندونې رااخيستي وې . او په دې ليكنه كې ويل شوي و چې فلاني د زړه له كومې خبرې كولې او فلاني د زړه له سره !
زه فكر كوم چې د نورو په هر صورت چې د زړه له كومې يې ويلې او كه د زړه د كومې بلې برخې څخه خو يون صيب له نظر سره زه او نور ټول پښتانه او د پښتنو پر توكم مين كسان ورسره هم نظره دي . ځكه چې اوسمهال يوازې او يوازې رياستي نظام كولاى شي چې افغانستان د اوسني ناورين څخه يوه ساحل ته وباسي تر څو د پاتې توكم په ارامۍ او سوكالۍ كې د خداى (ج) په عبادت سره تېر كړي .
ګورئ د اسلام مبين دين په راتګ سره كله چې حضرت محمد (ص) په پيغمبرۍ مبعوث شو نو په هغه وخت كې د عربو نړۍ ټول په جاهليت كې ژوند كاوه . او په ناوړو عقيدو يې بېلابېل څېزونو ته يې سر ښكته كاوه او د خپل پيداكوونكي په توګه يې پېژندل .
په داسې يوه چاپيريال كې كله چې حضرت محمد (ص) په پيغمبرۍ مبعوث شو نو په لومړيو كې لوى خداى (ج) د وحيو په وسيله د هغه زمان د اوسيدونكو د عقيدو د بدلو لپاره يې عقيدوي مسايل ورو ورو ټولنې ته وړاندې كړل، په لومړيو كې يې د هغه زمان عربان يې اخلاقياتو ته متوجه كړل . په اخلاقو او عقيدوي مسايل يې روښانه كړل تر څو دوى ورو ورو له تل پاتې سلوك او عقيدو څخه راجلا كړل چې بيا وروسته يې نور سخت مسايل وړاندې كړل چې په هغو كې يو دا و چې :
په هغه زمانه كې شراب خوړل يوه عامه او دوديزه خبره وه ، د دې لپاره يې په لومړي سر كې داسې وحىې راغلې چې د نشه په حالت كې لمانځه ته مه نږدې كيږئ . بيا په دويم پړاو كې چې هغه ايت منسوخ شو او ناسخ ايت نازل شو پكې وويل شول چې شرابو ته مطلق حرام وويل شول .
ګورئ د خداى (ج) نظام ته چې هر څه يې په تدريجي توګه نازل او په خلكو يې ومانه .
اوس هر څه په نړۍ او په ځانګړې توګه د افغانستان ټولنه كې په تدريجي توګه پر مخ ځي او ښه نتيجه وركوي .
كه د اوسني حكومت نظام او په هېواد كې شته ستونزو ته په كتو سره په لومړيو كې واليان او ښاروالان چې دا د ډيموكراسۍ يو جز دى شوي واى نو داسې ملك چې تر څه مودې وړاندې يې په هر ګوټ كې د ملك الطوايفي نظام حاكم و او په هره برخه كې ځانته هر څوك پاچا و او هر څه يې د خپلې خوښې پر بنسټ كولې ، نو داسې يو په يو د واليانو او ښاروالانو انتخابي كيدل شونې و او كه څنګه ؟
هر سالم عقل به ووايي چې دا خو هېڅ شونې نه و، ځكه د خداى (ج) نظام په تدريجي توګه راغلى دى كه موږ قران عظيم الشان په نظر كې ونيسو نو دا قران هم د وخت د اړتيا سره سم په درويشت كاله كې پر حضرت محمد (ص) نازل شوى دى .
اوس دا اوسنى نظام د دې جوګه شوى دى چې د ملوك الطوايفي نظام پر ځاى يو ملي نظام پلى شي او د اوسنيو په وينا يو ډيموكراسي پلى شي نو ښاروالان او واليان انتخابي كيدل يو معقول او پر ځاى كار دى ځكه اوسنى افغانستان هغه د څو كاله پخوا افغانستان نه دى نو هر سالم كار په كې شونى او د ملك د ترقى لپاره هر چار په برياليتوب سره پلى كيږي .
دا هم د ښاغلي عيتق د ليكنې يوه برخه ويې لولئ .
(((ولې د درېواړو له دلايلو معلومېدل چي يو هم د زړه له كومي نه رياستي نظام غواړي او نه صدارتي او نه دوى د ډيموكراسۍ باوريان وو بلكښي دوى د خان نوكران وو. دوى د خان په خوښه د بانجان ستايني كولي. استاد يون ځكه رياستي نظام خوښول چي كرزي يي غواړي او يوسفي هم په همدې ترتيب د خپلو ټلوالو لپاره صدارتي نظام خوښول خو توپير په دې كښي ؤ چي يوسفي يوڅه پر منطق او استدلال تكيه كوله او استاد يون د كرزي د خوشالولو لپاره هغه د چا خبره دومره بګړۍ نيولى ؤ چي د هيواد هغه شريف او باشعوره ولس ته يې ښكنځلي وكړې چي پر ده نازيدل او د ده د سر د خير لپاره يي نذرونه نيول. استاد يون په تكرار تكرار دا خبره وكړل چي واليان او ښاروالان انتخابي شي نو د ننګرهار او هرات خلك به پاكستان او ايران په پيسو رانيسي. خو دې ته يې پام نه ؤ چې تر اوسه چې انتخابي نه وو نو واليان څوك دي؟)))
بلې هغه خلك يې خرڅ شوي نه دي ګڼلي او تاسې غواړئ چې ځانونه د نورو په بدنامولو مشهوركړئ . دا خو نو سمه لاره نه زه به يوه لاره در وښايم هغه دا چې( په ... وكړه چې خلك دې هر سبا بېګاه يادوي ښه به مشهوره وې )
ګوره له داسې كاذب شهرت څخه تېر شه او څه نور كار وكړه ښه ډول ووهه ښې بدلې ووايه هر څوك به دې يادوي او مشهوره سړى به يې .
پسې شا به نور هر چا پسې هر څه وايئ خو ګمان د ايمان زيان دى .
(په هر حال دلته د رياستي او پارلماني نظام بحث نه دى خو هر څوك چي د هر چا لپاره كمپاين كوي بايد خپل ضمير اوخپل تېر او راتلونكي وخت په پام كښي ونيسي او د نورو سپكاوى ونه كړي. نور نو يون صاحب ازاد دى چي چاته كمپاين كوي او د چا ملتيا كوي.
پير نه الوزي مريدان يې اوزوي.)
سميع الله اميني
زموږ ملت ګروګان دى!!!
سميع الله اميني \ ميدان ښار
د تېرې دوشنبې په ورځ د بهرنيو ځواكونو په هوايي بريد كې د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په دوو یومخ ویجاړو شویو کلیو كې يو سلو اووه څلويښت بې ګناه وګړي د امريكاي پوځيانو په بمبارۍ كې وژل شوي دي
دا بهرنيان د خپلو هوساينو لپاره زموږ سرونه وهي او اوو ورځيني ماشومان مو قتلوي ، څوك مو په يوه نامه وژني او نور مو لا په نورو نورو نومونو وژني .
آيا دا پخپله ښكاره عام وژنه نه ده ؟
كه تروريزيم وي نو آيا دا افغان ولس چې وژني دا ښكاره تروريزيم نه دى ؟
كه د بشر د حقوقو خبره وي نو آيا يوازې دوى بشر دي او افغان ولس بشر نه دى ؟
له دې سره سره بيا هم په رنګ رنګ بهانو زموږ دغه ربړيدلى ولس په هره وسيله چې وي وژني مو .
تر ټولو خندېدونكې خبره دا ده چې وروسته له دې چې ولس تباه كړي نو يوازې وايي چې (بښنه غواړو) د دوى دغه خبره او يا هم بښنه زموږ د سرونو په بيه تماميږي .
بيا د دولت يو بل عنعنوي او يا هم سليقه وي كار چې هر كله وروسته له داسې پېښو يې تكراروي نو هغه د كميسيون ټاكل دي او بس !!!
كميسيون كله چې د د پېښې ځاى ته ورسيږي نو د ولايت له مقام سره يو ځاى ميلې او چړچې كوي بې وزله ولس څخه څوك هم احوال نه اخلي . د يوې يا دوو اونيو وروسته كله چې ټاكل شوى كميسيون بېرته پلازمېنې ته راشي . دوى دولت ته خبر هم نه وركوي ، او دولت هم له هېرې وځي او يا هم ځان ناګاره اچوي . څوك د هغو بېوزلو يتيمانو او كونډو پوښتنه نه كوي ... .
د پلازمېنې ولسمشر كله چې خبر شي نو د يوې اعلاميې په خپرولو سره پېښه غندي او د لا څېړونو امر هم وركوي خو خدازده چې هغه څوك پلى كوي او كه څنګه ؟؟؟
د فراه ولايت په پېښې كې كله چې انساني فاجعه رامنځته شوه او امريكايانو ځانونه ملامته وګڼل نو سمدستي د امريكې ولسمشر ، د بهرنيو چارو وزيرې او په پلازمېنې كابل كې د امريكايي پوځونو لوړپوړي قومندان هم خپله خواشيني ښكاره كړه او د لا څېړنو غوښتوونكي شول .
په همدې وخت كې د امريكا د دفاع وزير ګيتس هم په پلازمېنې كابل كې د يوې خبري غونډې په مهال وويل چې له پېښې دى خبر دى . او هماغه كليشه يي خبره چې د پېښې په اړه نورې څېړنې كوي .
افغان ولس به يو هم پاتې نه شي كله چې دوى څېړنې كوي !!!
نو د لته د دولت دنده څه ده ؟
دې پوښتنې ته په ځواب كې بايد ووايم چې د دولت دنده په داسې حال كې دا ده چې دوى بايد په لومړي ګام كې هلته سمدلاسه صحي كاركوونكي وليږي . په دويم ګام كې هلته سمدلاسه مړي او ټپيان له خاورو اېرو څخه واېستل شي .
په درېيم ګام كې د هغو بې وزلو څخه پاتې وګړو ته سمدلاسه د اوسېدنې لپاره ځاى ، خوراكي او د پوښاك لپاره توكي واستوي .
خو زموږ دولت هــۀ !!!
امريكايي پوځ له ۲۰۰۱ زيږيز کال راپه دې خوا ، د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه افغانستان ته راغلي دي ، ترټولوزیات ملکي تلفات دي چې د دغو ځواکونو له لوري افغانانانو ته اړول کېږي .
تردې مخکې په یووارډېر افغانان د تېرکال د اګست په میاشت کې د شینډنډ په عزیزاباد کې کلي د امریکايي پوځیانوپه بمبارۍ کې وژل شوي ول .په عزیزاباد کې ترسلو زیات بې ګناه افغانان وژل شوي ول .
د پېښې په اړوند په فراه ولايت كې په سلګونو فراه والو د لاريون په ترڅ کې د امنیتي ځواکونولورته ډبرې وویشتې او مړه دې وي امریکا نارې یې وهلې .پرمظاهره چیانو د پولیسو د ټوپك په ژبه ځواب وركړ چې شاوخوا شپږ تنه يې ټپيان كړل او يو تن يې په كې ووژاه .
په پاى كې له دولت او بهرنيو ځواكونو څخه په كلكه غواړو كه مو په دې وطن كې پرېږدي چې ژوند وكړو خو ښه خبره ده، او كنه نو، موږ ته دې په ښكاره ووايي چې دا وطن پرېږدئ .
چې دا وطن به دوى ته مبارك كړو، نور خو زموږ له وسې څه نه كيږي .
زموږ ولس دم شېبه برمته دى او له خداى ﷻ څخه غواړو چې موږ له دې حالت څخه وباسي .
احمد شاه بابا خو امپراطور و !
سميع الله اميني\ ميدان ښار
زموږ په هېواد كې د ځايونو نومول له ډېر پخوا را پدې خوا داريايي قومونو كله چې په آريانا (افغانستان) كې اوسېدل، اېښودل شوي دي، چې دځينو ځايونو نومونه دهغې زمانې له كلتور او ژبې سره اړوند نومول شوي دي .
اوسمهال په هېواد كې داسې سيمې شته چې په هغه زمانې كې ورته نومونه غوره شوي دي خو اوس دكلتور او ژبې دلابدايي توب له امله هغه نومونه څه ناڅه نيمګړتياوې لري . لكه په ميدان وردګو ولايت كې (ده هندو) په نامه يوه سيمه ده ، خو اوس يې اوسېدونكي پښتانه او مسلمانان دي . دې نومونې ته په كتو سره داسې برېښي چې په هغه زمانې كې په نوموړې سيمې كې هندوان اوسېدلي وو . چې له همدې امله په هغو نومونو يادېږي چې له اوس مهال سره سم نه دي.
داوسنيو غوښتنو په اساس (ده هندو) نوم بدل شوى دى اوس د (ده مسلم) په نامه يادېږي . دا خو يوه نمونه وه ،
دغه راز هېواد په نورو سيمو كې هم داسې نومونې شته چې اوس دهغو نومونو يادول ښه نه برېښي ، دغه دليل ده چې دوخت په تېرېدو سره داړتيا له مخې ځينې بدل شوي دي . پر دې به نور بحث نه كوو ځكه له اصلي موخې څخه لرې كيږو.
دنومونې په اړه بايد ووايم چې هر هېواد ځانته وياړونې او نوموتې څېرې لري او د هغوى نامه او شان ته ددرنښت او دبقا او نورو نسلونه ته يې هغو دكارنامو او نومونو لېږدولو په صورت كې د هغوى انځورونه د هېواد په ګوټ ګوټ كې نښلوي او په خپلو تاريخونو كې خوندي او د ښوونځيو زده كوونكو د تدريس په موخه ترې ګټه اخلي .
دغو ملي او نړيوال شخصيتونو د نومونو د تل پاتې كيدو او د هېواد د نويو نسلونو په ذهنونو کې ددوي ديادونو دپاتې كېدلو يوه لاره هم د هېواد د سترو ښارونو، پوهنتونونو، ښوونځيو، او څلور لارو او لويو لارو باندې ددوى دنومونو ايښودنه ده چې بايد د دوى په نامه ياد شي تر څو د دغه ملي او نړيوال شخصيتونو نومونه د تل لپاره د هېواد د ولسونو په ذهنونو او افکارو كې پاتې شي .
دنومولو او ټاكلو تر ټولو لويه سرچينه داصلاعات او كلتور وزارت دى چې د يوه كميسيون په ټاكلو سره نومونه او ځايونه ټاكي او د ډبرليك او يا هم د فلزي لوحو څخه كار اخلي او په ټاكل شويو ځايونو كې نښلوي .
په دې وروستيو كې د اطلاعات او كلتور وزارت دمشرتابه په لارښوونه او د يوه خصوصي مخابراتي شركت په مالي ملاتړ د هېواد د ځينو لويو ښارونو او څلور لارو او لويو لارو چې د يوه با صلاحيته كميسيون له لوري په پوره اخلاص سره ټاكل شوي و د پلې كېدو په درشل كې و .
په دې لړ كې د ولايتو د نومونې په برخه كې د جوزجان ولايت په لويو ښارونو او څلور لاريو باندې د هېواد د نامتو ، ملي او نړيوالو شخصيتونو لكه (احمد خان ابدالي، ميرويس خان هوتك او وزير محمد اكبر خان) د نومولولړۍ پيل شوه.
په دې وروستيو كې د (اداره فدراسيون فرهنګي توركان افغانستان) لخوا د كابل پرس په وېب پاڼه كې يو ليكنه خپره شوه ، چې په دې ليكنه کې ويل شوي و چې دا نومونه استوره يي او تخيلي او قبيلوي نومونه دي. چې دې ملي او هر اړخيزې لړۍ ته يې نفاق اچونې تورى كارولى دى.
زما په اند دا ورونه دې په دې فكر وكړي چې دا نومونه يې چې ليكلي دي . آيا دا ملي شخصيتونه لكه احمدشاه بابا استوره ده ؟
او په دې ليكنې كې راغلي دي چې د ځايونو نومونه په هغه وخت كې د اشخاصو په نامه نومول كيږي چې د هېواد ټولو وګړو ته د منلو وړ وي .
له دې ښاغلو كه وپوښتل شي چې احمدشاه بابا نوم د نړۍ په كچه يو پېژندل شوى نوم نه دى ؟
او د يولسمې سپوږميزې پېړۍ پېژندل شوى امپراطور نه و ؟
او داوسني افغانستان چې جغرافيايي سرحدونه يې د ډهلي نه تر مشهد نه و بنسټ اېښودونکى نه دى ؟
په دې ليكنه كې يې داسې بې غوري كړې ده چې د هېواد ځينې ملي څېرې يې يې په يوه قوم پورې تړلي دي او دا په داسې حال كې ده چې نړيوال تل دبېلګې په توګه له دغو نومونو څخه يادونه کوي.
ددې ليكنې په بل ځاى كې راغلي دي چې دهېواد پخواني او بومي نومونه دې نه بدلېږي.
زموږ په هېواد كې له پخوا را په دېخوا پر ځايونو باندې داسې نومونه اېښودل شوي دي چې اوسمهال يې استعمالول او په كار وړل ښه مانا نه وركوي (د دې بېلګه مې پورته ياده كړه) او بدلول يې يو اړين كار دى.
په ياده ليکنه كې دټولنيز عدالت دتامينولو په لړ كې وايي چې ټولنيز عدالت په هغه وخت كې پلى كيږي چې د هېواد نور اوسېدونكي او شخصيتونه وستايل شي .
لكه جلال الدين محمد بلخي، حافظ شيرازي او نور ... ګورئ چې د دې ښاغلو تنګ نظري تر كومه رسيږي ؟
د دري ژبې له ادبياتو څخه پښتانه ليكوالان ، اردو، تركي، او ايراني وباسئ دوى كې څه پاتې كيږي . موږ دوى منو، نو دوى دې هم نور له ديكتې شوې پاليسي څخه لاس واخلي او ملي ګټو او ارزښتونو ته دې پام وكړي.
دا پورته څرګندونې د توركانو فرهنګي فدراسيون په نامه يوې ټولنې چې ښايي د هيواد په شمال سيمو كې يې مركز وي.
دداسې ډلو چې دځينو افغان ضد موسسو لخوا روزل او کارول كيږي، بايد ددولت او ملي امنيت له لوري وپېژندل شي او د نورو فعاليتونو مخه يې په كلكه ونيول شي،ځکه چې کېدى شي دالړۍ ښې پايلې ونه لري.دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت نه مې هيله د ده چې ملي ګټو او ملي ارزښتونو په پام كې نيولو سره دې ددې ټينګ عزم په پراختيا كې لا هم ګړندي شي.همدانګه دهېواد د ټولو ليكوالانو څخه مې په درنښت هيله داده چې له داسې پېښو سره د ډېر حساس واوسي اود ګران هېواد افغانستان ټول ملي او نړيوال ارزښتونه وساتي .
په همدې هيله
د ډيورند كرښې په اړه دې ولسمشر د ملګرو ملتونو د عدالت ديوان ته مراجعه وكړي ...؟
ســـميع الله اميني \ ميدان ښار
په تېره اونۍكې د تكړه ژورنالست او سياسي شننونكي حسيب الله امين په نوښت د ډيورند كرښې په اړه يو ورځينۍ سيمنار د پوهنتونونو د استادانو او سياسي كارپوهانو په ګډون جوړه شوې وه .
په دې غونډې كې د علومو اكاډمۍ سلاكار او د سياسي چارو كار پوه ښاغلي حبيب الله رفيع وويل چې د ديورند كرښه مجرده موضوع نه ده ، نور ملحقات هم لري .
لانجه هغه وخت راپورته شوه چې په ۱۸۳۸ زيرږيز كال كې شاشجاع د انګريزانو استازي رنجيت سنګهـ سره د درې ګونې تړون لاسليك كړ ، چې په ترڅ كې يې د هېواد ختيځې سيمې زموږ له هېواد څخه جلا او د برتانيوي هند سره ونښلول شول .
ښاغلى رفيع په وينا شاشجاع قانوني سلاحيت او حق نه درلود ځكه هغه د افغانستان قانوني ولسمشر نه و . او افغانانولخواد ولسمشر په توګه نه و پېژندل شوى .
انګريزانو د ماتې وروسته په ۱۸۷۸ زيږيز كال د دويم د يرغل په ترڅ كې د يعقوب خان سره د ګندمك ننګينه معاهده لاسليك كړه چې په ترڅ كې يې جنوبي سيمې (چمن ، ګوټه ... ) له لوى افغانستان څخه بېل شول .
چې بيا وروسته په ۱۸۸۰ زيږيز كال كې په يوه ورځ د انګريزانو دولس زره سرتيري په ميوند كې ووژل شول او ننګينه ماتې وروسته له ګران هېواد څخه په دېر شرمناك حالت وشړل شول .
وروسته له دې انګريزانو له مخامخ جګړې لاس واخيست او په سياسي او ډيپلماسي لارو پرمخ ولاړل چې په ترڅ كې يې له امير عبدالرحمن خان سره په پټه يو تړون لاسليك كړ چې په پايله كې يې دا يو بل سره ومنل چې د ډيورند په نامه يوه كرښه تيره كړي .
انګريزانو امير عبدالرحمن خان ته په ټوليزه توګه له كال كې اتلس سوه زره كلدارې وكولې .
ويل كيږي چې په ۱۸۹۳ زيږيز كال كې كله چې د ډيورند كرښه تېرېده نو د ډيورند نخشې امير عبدالرحمن خان ته راوړل شوې نو هغه تړون چې پخوا له ده سره شوى و ، له هغه تړون سره په ټكر كې و او امير عبدالرحمن له لاسليك كولو څخه ډډه وكړه او رد يې كړه او د ښاغلي حبيب الله رفيع په وينا هغه اسناد چې د انګريزانو او امير عبدالرحمن خان تر منځ تبادله شوي دي اوس هم شته ، چې امير عبدالرحمن خان له لاسليك كولو څخه ډډه كړې وه .
او په پاى كې ويلى شو چې وروستى او يا اخري تړون د اميرعبدالرحمن خان له لوري نه دى لاسليك شوى .
په دې غونډې كې ښاغلي حبيب الله رفيع وويل چې دغه پيسې چې د انګريزانو له لخوا اميرعبدالرحمن خان ته وركول كېدې د ګروي په څېر وې . او په ورځني چارو كې كله چې له يوې خوا ګروي ماتيږي نو شوى تړون يې هم له منځه ځي .
كله چې امير امان الله خان په ۱۹۱۹ زيږيز كال كې د هېواد استقلال تر لاسه كړ نو هغه پيسې نور په افغانستان باندې قطع شوې او د ډيورند كرښه چې اصلاٌ لاسليك شوې هم نه وي له منځه ولاړه .
همدارنګه ښاغلي رفيع زياته كړه : كله چې انګريزان په ۱۹۴۷ زيږيز كال كې له هند څخه ووتل نو د هند لويه وچه په دوو برخو وويشل شوه هند او پاكستان منځته راغلل او په قانوني او حقوقي لحاظ پاكستان د برتانيوي هند وارث نه دى .كله چې انګريزان له منځه ولاړل نو د ډيورند كرښه هم مات شوه .
په همدې وخت كې ځينو خواوو وويل چې قبايلي سيمې او دې ازاد پرېښودل شي ترڅو خپل برخليك په خپله وټاكي د پښتونخوا پښتنو مشرانوديوه شعار په بڼه وويل : نه هند غواړو نه پاكستان موږ ازاد پښتونستان غواړو .
په همدې وخت كې په ملګرو ملتونو كې ټول په زوره شوي تړونونه لغوه اعلان شول .
همدارنګه په دې غونډې كې د علومو اكاډمۍ سلاكار او د سياسي چارو كارپوه ښاغلي حبيب الله رفيع د خپلو خبرو په پاى كې وويل چې دا كرغېړنه كرښه غير حقيقي تړون دى ولس نه دى منلى او تر اوسه يې هم نه دى منلى د ديورند كرښه له منځه تللې .
ښاغلي رفيع وويل چې : موږ نه وايو چې هغه خاوره دې موږ ته راكړل شي بلكې زموږ دعوه دا ده چې د كرښې په ها خوا كې ميشت وګړو ته دې حق وركړل شي چې دوى خپل برخليك په خپله وټاكي .
د غونډې يو بل ګډونوال د كابل پوهنتون استاد مسعود د خپلو خبرو په پيل كې وويل چې د ى په دې متعقد نه دى چې كه چا د يوه بل كس خاوره ونيوه نو د هغه شوه . د يوه مثال په راوړو سره يې وويل چې كه داسې وي نو يو وخت رنجيت سنګهـ كندهار نيولى و نو كندهار د هغه دى ؟
نوموړي وويل چې سردار داوود خان كله چې ۱۳۵۶ لمريز كال كې پاكستان په لور روان شو اول د پېښور په هوايي ډګر كې يوه لنډه ناسته وكړه ، نو فوراً ذوالفقار علي بوټو يې ښه راغلاست ته راغى .
داوود خان په همدې ځاى كې ذوالفقار علي بوټو ته وويل چې ( زه اوس په خپله خاوره كې يم او كه غواړې ماته ښه راغلاست ووايې نو دا كار په اسلام اباد كې وكړه .
ذولفقار پرته له كوم ځنډ څخه ټوله جوړه شوې غونډه اسلام اباد ته ولېږدوله او داوود خان يې هم همالته استقبال كړ .
داوود خان په همدې غونډه كې وويل چې د يوه ريفرندم له لارې به پر مخ ولاړ شو د قبايلي سيمي وګړو څخه وپوښتل شي چې له افغانستان سره اوسي او كه له پاكستان او يا هم مستقل اوسيږي . داوود خان خو پوهېده چې په دې كې يې ګټه ده او قبايلي اوسيدونكي غواړي له افغانستان او يا هم خپلې اصلي خاورې سره يو ځاى شي . خو دا وړانديز هم ګنګ پاتې شو .
د كابل پوهنتون استاد او اقتصاد پوه ښاغلي استاد مسعود د خپلو خبرو په پاى كې وويل چې دا معضله بايد په پوره عقلانيت سره حل شي تر څو د افغانستان ولس په سوله او هوساينه كې ژوند وكړي .
په ولسي جرګې كې د خلكو استازى رمضان بشردوست وويل چې موږ دا حق نه لرو چې د احمدشاه بابا او ميرويس نيكه خاوره خرڅه او يا هم چاته وبښوو دا سمه ده چې اوس يې تر لاسه كولاى نه شو خو دا د دې مانا نه لري چې له دې حياتي مسئلې څخه تېر شو .
خو بل لور ته سياسي كارپوه او ژورنالست محمد حليم تنوير د هېواد د وخت شاهان د افغانستان په كوچيني كولو كې ګرم وبلل او ويې ويل چې دا تړون په پټه سره لاسليك كېده خو كله چې امير عبدالرحمن پوه شو چې دا تړون ولس نه مني نو هغه يې رد كړه او ويې ويل چې دا يو تحميلي تړون دى . نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل چې دمګړۍ موږ په جګړو كې ښكېل يو خو وروسته بايد د يوه ريفرندم له لارې خپله خاوره بېرته لاسته راوړو .
او په پاى كې د غونډې جوړونكى او ژورنالست حسيب الله امين له ښاغلي ولسمشر څخه وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د عدالت ديوان ته دې مراجعه وكړي تر څو خپله حقيقي خاوره بېرته ترلاسه كړي .
د يادولو وړ ده چې دا كرغېړنه كرښه په 1893 زيږيز كال د برتانيوي هند د بهرنيو چارو وزير هنری مارټمن ډيورنډ او د وخت ولسمشر عبدالرحمن تر منځ لاسليك شو .
چې وروسته كله امير عبدالرحمن خان ته د ډيورند نخشې وروړل شوې نو هغه د لاسليك كولو څخه لاس واخيست او د سياسي كارپوهانو په نظر د ډيورند وروستۍ تړون د امير عبدالرحمن خان له لوري نه دى لاسليك شوى .
د پښتنو اصل نسل-وركې شوې لس اسرائيل قبيلې
سعدالله جان برق
Tuesday, 10 March 2009
اول خو زما د (ورك)په دې ټكي اعتراض دى . د بنى اسرائيلو ټولې قبيلې د ولس دي چې د روايت مطابق د حضرت يعقوب عليه السلام چې دوى ورته اسرائيل وايي د دولسو زامنو اولاد دى .
اوس سوال دا دى چې له دولسو نه لس بېلې شي،نو وركې شوې به موږ هغه دوو ته وايو كه لسو ته ؟ لس كسه په لاره روان دي ،دوه يو خوا لاړل،لس بل خوا ته. نو اوس به هغه دوه خلكو ته وايي چې زموږ نه لس ملګري ورك دياوكه هغه لس به وايي چې زموږ دوه ملګري بې دركه شوي د ي . (جز)د (كل) نه وركيږي،كل د جز نه نه .دا ځكه چې اكثريت د اقليت نه نه وركيږي .
د وركو شوو لسو قبيلو دا افسانه صرف يوه افسانه ده چې له حقيقت سره يې هيڅ تعلق نشته . زه به وړاندې دا خبره په دليل او ثبوت سره وړاندې كوم چې داسې واقعه هډو په تاريخ كې پېښه شوې نه ده .
د يهوديانو د روايت مطابق يهوديان د يعقوب ( ع) اولاد دى . دا زه د يهوديانو د خپلو روايتونو ذكر كوم ، ګڼې زما په خيال كې يهوديان يو مخلوط نسل دى چې د ډېرو نسلونو وينه په كې شامله ده . د يهوديانو يو نبي حزقى ايل يروشلم يعنې يهوديانو ته داسې مخاطب كيږي .
ستا مور حتى او ستا پلار
امورى دى (حزقى ايل)
خو دلته زه صرف د دوى د خپلو روايتونو ذكر كوم . د اسرائيل اولاد چې كله د يوسف عليه السلام په ذريعه مصر ته راغلو ، نو دغه وخت په مصر د هيكوس بادشاهانو حكومت و چې عام تاريخونه ورته (شپانه بادشاهان) وايي او د نامعلوم ځاى خلك يې ګڼي،خو زما د تحقيق مطابق هكسوس په اصل كې اساك پښتانه وو. دا تفصيل به په خپل ځاى راځي. د څلورسوه كاله حكومت نه پس د مصر خلكو د هكسوس حكومت ختم كړو او خپل مصري قبطى حكومت يې قايم كړو. د مصريانو څومره نفرت او د ښمني چې د هكسوسو سره وه، نو دومره يې له بني اسرائيلو سره هم وه ، ځكه چې دوى هغوى راوستي او په مصر كې يې ميشته كړي وو، نوله دې كبله مصريانو بني اسرائيل ډېر لاندې خلك ګڼل ،سخت ظلمونه به يې پرې كول او اكثر به يې پرې سخت كارونه لكه خټې، لوټې او خښتې جوړول وغېره كول . د حضرت موسى عليه السلام په قيادت كې چې كوم تحريك شروع شوى و،نو هغه خالص د ازادى او (ديني ) تحريك و. د موسى عليه السلام مطالبه دا نه وه چې فرعون دې زموږ مذهب قبول كړي، بلكې دا مطالبه يې وه چې موږ اسرائيل پرېږده چې خپل وطن ته لاړ شو .
هسې هم د موسى عليه السلام مذهب صرف اسرائيلو د پاره و او د نورو قامونو د شاملولو ګنجائيش په كې تر اوسه نشته . پخواني ټول مذهبونه دغسې نسلي او قومي وو،صرف اسلام يو داسې مذهب دى چې د تمامو انسانانو د پاره يو عالمي مذهب دى . د هغه ټولو مذهبونو مخاطب به خپل قومونه وو او د اسلام مخاطب ټول انسانيت دى .
دلته دا خبره هم صفا كول غواړي چې فرعون يو كس نه و. د دېرشو كورونو تقريباً څلورنيم سوه بادشاهان څه چې په مصر كې راغلي دي د هغوى خطاب يا لقب به (فا- را)يعنې د نمر زوى و. دا فا-را ټكى په عربۍ كې فرعون شوى دى .
په دوى كې داسې فرعونان هم وو چې داصله مصريان نه وو، لكه هيكسوس و يا څه ليبيايى خلك وو بلكې د ټولو نه اخري يعنې دېرشم خاندان خو يوناني فرعون و دا د سكندر اعظم د جرنيل بطليموس (پوټالمى)نه شروع شوى و او په (كيلوپيټرا)ختم شوى و، د تاريخ دا مشهوره ښځه كيلو پيټرا هم فرعونه وه .
د موسى عليه السلام دوو فرعونانو سره واسطه راغلي ده. يو رامى سس(رعميس)و او بل د ده زوى مرف پت (مفقاح و) رامى سس هغه و چې موسى عليه السلام يې لوى كړى و او مرف پت هغه وچې غرق شوى و.
له ډېر كشمكش نه پس اخر فرعون په دې رضا شو چې بنى اسرائيل د مصر نه تلى شي ، خو چې دوى تر څو راغونډېدل او روانېدل ، نو فرعون ته مصري اميرانو ووي چې كه دوى لاړ شي،نو موږ به دا سپك او د غلامۍ كارونه په چا كوو،نو د فرعون اراده بدله شوه او د اسرائيلو تعاقب يې وكړو، خو د بحيره روم په يوه خپه كې ډوب شو .
اسرائيل خپل فلسطين ته راغلل دلته يې ډېر په ګرانه او جنګ جګړو خپل حكومت جوړ كړ،بيا دا حكومتونه خپلو كې دوه شول،يوپه يهوديه مشهور و او بل په سامريه . په اخيره كې بيا ديروشلم يو حكومت جوړ شو. د بابل د حكومتونو به دوى سره اكثره جګړې وې . د بابل اخري كلاني بادشاه بنو كرنيزر چې په عربي نوشتو كې بخت نصر ياد يږي اخريې يروشلم تباه كړو او د يهودو خاص خاص كسان يې ځان سره بابل ته بوتلل چې دغلته (۷۰)كاله يو قسم له قيد يا غلامان وو،بيا د چا هخامنشى كورنۍ سائرس يا كورش يا خسرو چې كله بابل فتح كړو، نو دوى يې ازاد كړل ، وئيل يې چې كوم خوا مو خوښه وى لاړ شئ، نو په دغه ځاى كې د لسو وركو قبيلو (TEN LOST TRIB) افسانه را پيداشوه چې زموږ قصه بړو هندوكش ته را ورسوله او د پښتو نسل يې ترې جوړ كړو .
د افسانو نه پرته حقايق او تاريخى واقعات داسې هېڅ قسمه واقعه نه بيانوي . دا صرف د يهوديانو زباني كلامي قصه ده او غالباً چې نعمت الله هروي سره هم د چا داسې اسرائيلي يا نيم ملا ملاقات شوى و .
زموږ د جماتونو نيم مليان عام طور په داسې قيصو باندې ګوزاره كوي .
د ټولو نه اول خو دا خبره غلطه ده چې بخت نصر ټول يهوديان راوستي وو . هغه خو د يهوديانو زور ماتولو نو د سر سر دانې يې ترې راغونډې كړې وې . مشران ، سرداران ، مذهبي عالمان او سركاري كسان يې راټول كړي وو او بابل ته يې راوستي وو . دوى يې په يوه محله كې اباد كړي وو، قيديان نه وو، خو تلى هم نه شول . دغه محلې ته به بابليانو محله كبر ويل او يهوديانو به ورته (تل ابيب)يعنې (ابيب غونډۍ)ويل دا اوس د فكر خبره ده چې په يوه محله كه هر څومره لويه شي كالوني به يې وګڼو، نو بيا هم څومره خلك په كې ځائيدى شي. بابل د هغه زمانې لوى ښار و . خو دومره لوى هم نه لكه څومره چې د نن عالم ښارونه دي،د يهوديانو شمېره بعضې خلك اويا زره هم مبالغه ده . د بابل ابادي هغه وخت د يوې اندازې مطابق زيات نه زيات پنځه شپږ لكه وه او دا يو فصل بند ښار و. نو په داسې فصل بند ښار كې ځان سره اويا زره دښمنان ساتل د هوښيارانو كار نه دى .
لكه لږه موده وړاندې چې په هند كې زموږ څه كم و زيات پنځه نوي زره پوځيان قيد وو، خو دا ټول يې د ښارونو نه لرې په كېمپونو كې تس نس ساتلي وو .
كه هر څومره شمېره دغه وخت په بابل كې د يهوديانو وه،خو دولس واړه قبيلې ټولې دغلته بندې نه وې .
اسرائيلي علاقو كې هم اسرائيليان اوسيدل . صرف حكومت يې نه و .
په هر حال د بابل د انهدام نه پس كورش يهوديانو ته عام اجازت وركړو،ځكه چې كورش سره دوى كم از كم د جاسوسۍ تر حده ، خو د بابل په فتح كې مدد كړى و. د بابل نه د يروشلم يې ليدلى و،نو د قيد په دوران كې چې يې خپل كوم وطن او مذهبى ځايونو پسې فرياد كړى و .
هغه يې پرېښودو او خامخا په تورو تيرو كې نامعلومو وطنونو ته لاړل . د وركېدو خو هډو سوال نه پيداكيږي . وركيږي يا خو ماشومان يا څو كسه . پوره لس قبيلې څنګه وركېدى شي .
د ټولو نه غټه خبره دا ده چې دغه وخت كې سايرس صرف بابل فتح كړو. دې خوانورې علاقې قطعي ازادې وې او په هغو كې با قاعده پښتانه اوسېدل . د پكتوس ، ستاګيدي ، اپريتايې ، مساګيت ، ديربيك ، او سرمتي قبيلو نومونه خو هيروډوټس هم ياد كړي دي چې پښتانه قبائيل وو او په دومره طاقتور شكل كې وو چې سائرس هر كله حمله وكړ،نو فتح يې نه كړى شول .
البته په خپله په دغه جنګ كې مړ شو، نو د داسې خلكو نه يهوديان څنګه راپورې وتل چې د سائرس ملګري وو .
د پښتنو اصل نسل-وركې شوې لس اسرائيل قبيلې
سعدالله جان برق
Tuesday, 10 March 2009
اول خو زما د (ورك)په دې ټكي اعتراض دى . د بنى اسرائيلو ټولې قبيلې د ولس دي چې د روايت مطابق د حضرت يعقوب عليه السلام چې دوى ورته اسرائيل وايي د دولسو زامنو اولاد دى .
اوس سوال دا دى چې له دولسو نه لس بېلې شي،نو وركې شوې به موږ هغه دوو ته وايو كه لسو ته ؟ لس كسه په لاره روان دي ،دوه يو خوا لاړل،لس بل خوا ته. نو اوس به هغه دوه خلكو ته وايي چې زموږ نه لس ملګري ورك دياوكه هغه لس به وايي چې زموږ دوه ملګري بې دركه شوي د ي . (جز)د (كل) نه وركيږي،كل د جز نه نه .دا ځكه چې اكثريت د اقليت نه نه وركيږي .
د وركو شوو لسو قبيلو دا افسانه صرف يوه افسانه ده چې له حقيقت سره يې هيڅ تعلق نشته . زه به وړاندې دا خبره په دليل او ثبوت سره وړاندې كوم چې داسې واقعه هډو په تاريخ كې پېښه شوې نه ده .
د يهوديانو د روايت مطابق يهوديان د يعقوب ( ع) اولاد دى . دا زه د يهوديانو د خپلو روايتونو ذكر كوم ، ګڼې زما په خيال كې يهوديان يو مخلوط نسل دى چې د ډېرو نسلونو وينه په كې شامله ده . د يهوديانو يو نبي حزقى ايل يروشلم يعنې يهوديانو ته داسې مخاطب كيږي .
ستا مور حتى او ستا پلار
امورى دى (حزقى ايل)
خو دلته زه صرف د دوى د خپلو روايتونو ذكر كوم . د اسرائيل اولاد چې كله د يوسف عليه السلام په ذريعه مصر ته راغلو ، نو دغه وخت په مصر د هيكوس بادشاهانو حكومت و چې عام تاريخونه ورته (شپانه بادشاهان) وايي او د نامعلوم ځاى خلك يې ګڼي،خو زما د تحقيق مطابق هكسوس په اصل كې اساك پښتانه وو. دا تفصيل به په خپل ځاى راځي. د څلورسوه كاله حكومت نه پس د مصر خلكو د هكسوس حكومت ختم كړو او خپل مصري قبطى حكومت يې قايم كړو. د مصريانو څومره نفرت او د ښمني چې د هكسوسو سره وه، نو دومره يې له بني اسرائيلو سره هم وه ، ځكه چې دوى هغوى راوستي او په مصر كې يې ميشته كړي وو، نوله دې كبله مصريانو بني اسرائيل ډېر لاندې خلك ګڼل ،سخت ظلمونه به يې پرې كول او اكثر به يې پرې سخت كارونه لكه خټې، لوټې او خښتې جوړول وغېره كول . د حضرت موسى عليه السلام په قيادت كې چې كوم تحريك شروع شوى و،نو هغه خالص د ازادى او (ديني ) تحريك و. د موسى عليه السلام مطالبه دا نه وه چې فرعون دې زموږ مذهب قبول كړي، بلكې دا مطالبه يې وه چې موږ اسرائيل پرېږده چې خپل وطن ته لاړ شو .
هسې هم د موسى عليه السلام مذهب صرف اسرائيلو د پاره و او د نورو قامونو د شاملولو ګنجائيش په كې تر اوسه نشته . پخواني ټول مذهبونه دغسې نسلي او قومي وو،صرف اسلام يو داسې مذهب دى چې د تمامو انسانانو د پاره يو عالمي مذهب دى . د هغه ټولو مذهبونو مخاطب به خپل قومونه وو او د اسلام مخاطب ټول انسانيت دى .
دلته دا خبره هم صفا كول غواړي چې فرعون يو كس نه و. د دېرشو كورونو تقريباً څلورنيم سوه بادشاهان څه چې په مصر كې راغلي دي د هغوى خطاب يا لقب به (فا- را)يعنې د نمر زوى و. دا فا-را ټكى په عربۍ كې فرعون شوى دى .
په دوى كې داسې فرعونان هم وو چې داصله مصريان نه وو، لكه هيكسوس و يا څه ليبيايى خلك وو بلكې د ټولو نه اخري يعنې دېرشم خاندان خو يوناني فرعون و دا د سكندر اعظم د جرنيل بطليموس (پوټالمى)نه شروع شوى و او په (كيلوپيټرا)ختم شوى و، د تاريخ دا مشهوره ښځه كيلو پيټرا هم فرعونه وه .
د موسى عليه السلام دوو فرعونانو سره واسطه راغلي ده. يو رامى سس(رعميس)و او بل د ده زوى مرف پت (مفقاح و) رامى سس هغه و چې موسى عليه السلام يې لوى كړى و او مرف پت هغه وچې غرق شوى و.
له ډېر كشمكش نه پس اخر فرعون په دې رضا شو چې بنى اسرائيل د مصر نه تلى شي ، خو چې دوى تر څو راغونډېدل او روانېدل ، نو فرعون ته مصري اميرانو ووي چې كه دوى لاړ شي،نو موږ به دا سپك او د غلامۍ كارونه په چا كوو،نو د فرعون اراده بدله شوه او د اسرائيلو تعاقب يې وكړو، خو د بحيره روم په يوه خپه كې ډوب شو .
اسرائيل خپل فلسطين ته راغلل دلته يې ډېر په ګرانه او جنګ جګړو خپل حكومت جوړ كړ،بيا دا حكومتونه خپلو كې دوه شول،يوپه يهوديه مشهور و او بل په سامريه . په اخيره كې بيا ديروشلم يو حكومت جوړ شو. د بابل د حكومتونو به دوى سره اكثره جګړې وې . د بابل اخري كلاني بادشاه بنو كرنيزر چې په عربي نوشتو كې بخت نصر ياد يږي اخريې يروشلم تباه كړو او د يهودو خاص خاص كسان يې ځان سره بابل ته بوتلل چې دغلته (۷۰)كاله يو قسم له قيد يا غلامان وو،بيا د چا هخامنشى كورنۍ سائرس يا كورش يا خسرو چې كله بابل فتح كړو، نو دوى يې ازاد كړل ، وئيل يې چې كوم خوا مو خوښه وى لاړ شئ، نو په دغه ځاى كې د لسو وركو قبيلو (TEN LOST TRIB) افسانه را پيداشوه چې زموږ قصه بړو هندوكش ته را ورسوله او د پښتو نسل يې ترې جوړ كړو .
د افسانو نه پرته حقايق او تاريخى واقعات داسې هېڅ قسمه واقعه نه بيانوي . دا صرف د يهوديانو زباني كلامي قصه ده او غالباً چې نعمت الله هروي سره هم د چا داسې اسرائيلي يا نيم ملا ملاقات شوى و .
زموږ د جماتونو نيم مليان عام طور په داسې قيصو باندې ګوزاره كوي .
د ټولو نه اول خو دا خبره غلطه ده چې بخت نصر ټول يهوديان راوستي وو . هغه خو د يهوديانو زور ماتولو نو د سر سر دانې يې ترې راغونډې كړې وې . مشران ، سرداران ، مذهبي عالمان او سركاري كسان يې راټول كړي وو او بابل ته يې راوستي وو . دوى يې په يوه محله كې اباد كړي وو، قيديان نه وو، خو تلى هم نه شول . دغه محلې ته به بابليانو محله كبر ويل او يهوديانو به ورته (تل ابيب)يعنې (ابيب غونډۍ)ويل دا اوس د فكر خبره ده چې په يوه محله كه هر څومره لويه شي كالوني به يې وګڼو، نو بيا هم څومره خلك په كې ځائيدى شي. بابل د هغه زمانې لوى ښار و . خو دومره لوى هم نه لكه څومره چې د نن عالم ښارونه دي،د يهوديانو شمېره بعضې خلك اويا زره هم مبالغه ده . د بابل ابادي هغه وخت د يوې اندازې مطابق زيات نه زيات پنځه شپږ لكه وه او دا يو فصل بند ښار و. نو په داسې فصل بند ښار كې ځان سره اويا زره دښمنان ساتل د هوښيارانو كار نه دى .
لكه لږه موده وړاندې چې په هند كې زموږ څه كم و زيات پنځه نوي زره پوځيان قيد وو، خو دا ټول يې د ښارونو نه لرې په كېمپونو كې تس نس ساتلي وو .
كه هر څومره شمېره دغه وخت په بابل كې د يهوديانو وه،خو دولس واړه قبيلې ټولې دغلته بندې نه وې .
اسرائيلي علاقو كې هم اسرائيليان اوسيدل . صرف حكومت يې نه و .
په هر حال د بابل د انهدام نه پس كورش يهوديانو ته عام اجازت وركړو،ځكه چې كورش سره دوى كم از كم د جاسوسۍ تر حده ، خو د بابل په فتح كې مدد كړى و. د بابل نه د يروشلم يې ليدلى و،نو د قيد په دوران كې چې يې خپل كوم وطن او مذهبى ځايونو پسې فرياد كړى و .
هغه يې پرېښودو او خامخا په تورو تيرو كې نامعلومو وطنونو ته لاړل . د وركېدو خو هډو سوال نه پيداكيږي . وركيږي يا خو ماشومان يا څو كسه . پوره لس قبيلې څنګه وركېدى شي .
د ټولو نه غټه خبره دا ده چې دغه وخت كې سايرس صرف بابل فتح كړو. دې خوانورې علاقې قطعي ازادې وې او په هغو كې با قاعده پښتانه اوسېدل . د پكتوس ، ستاګيدي ، اپريتايې ، مساګيت ، ديربيك ، او سرمتي قبيلو نومونه خو هيروډوټس هم ياد كړي دي چې پښتانه قبائيل وو او په دومره طاقتور شكل كې وو چې سائرس هر كله حمله وكړ،نو فتح يې نه كړى شول .
البته په خپله په دغه جنګ كې مړ شو، نو د داسې خلكو نه يهوديان څنګه راپورې وتل چې د سائرس ملګري وو .
د (بوش په جنګ کي) کره کتنه
"بوش په جنګ کي" د واشنګټن پوسټ د مشهور ژورناليسټ او يډيټر، باب وډوارډ هغه کتاب دى چي د افغانستان د اشغال په ارتباط د متحده ايالاتو د پخواني جمهورريس جورج بوش او د هغه د کابينې پر هغو مهمو فيصلو راڅرخي چي د متحده ايالاتو، افغاانستان، عراق، او حتى ټولي منطقې د روان خطرناک، مرګاني، او نه ختمېدونکي سياسي او نظامي بحران سره اورګانيک تړاو لري.
د افغانستان اشغال واقعا د برېښنا په منډه تر سره سو. د ملاعمر وروست امارت د (سي اې ې) د دوو سوو افسرانو، د بي ٥٢ هيبتاکه ږغ او بمباريو، او البته پر افغاني جګړمارانو باندي د ډالرو د وېشولو او رشوت په زور فقط په څو ورځو کي ړنګ سو. د طالبانو رژيم دغه برق اسا سقوط د بوش په اداره کي د مغرورو او سطحي نيوکان پله دونه درنه کړه چي نور نو د هغوى د "امپراتورۍ د غرور" مخه چا نسواى نيولاى. ښاغلو بوش، چېني، رمزفيلډ، او حتى مېرمن رايس، او نورو محافظه کارانو د "شاک او اه" يا "ټکان او ډار" د پاليسيو خبرې کولې. بوش او د هغه سطحي همفکرانو په جهان او مينځني ختيځ کي د نظاميګري کوله، او د القاعدې او ټروريزم د سټولو غولونکي وعدې يې ورکولې.
"بوش په جنګ کي" زما ګران او منور دوست ډاکټر نثار احمد صمد په رواني پښتو ژباړلى دى. زه شخصا د ډآکټر نثار احمد صمد د فرهنګي خدمتونو قدرداني کوم او هم مبارکي ورته وايم، او دغه راز نور برياليتوبونه هم ورته غواړم. ډاکټر نثار احمد صمد پدې تېرو څو کلونو کي پښتو ژبي ته د قدر وړ ترجمې او فرهنګي کارونه کړي دي، او هيله من يم چي دننه او بهر د ده په شان زموږ نور ليکوالان هم د ژباړي لړۍ تعقيب او لا ګړندۍکړي، ځکه په ننني عصر او زمان کي د پښتو ژبي د پرمختګ او پاېښت راز په بې شماره علمي، سياسي، او فرهنګي ترجمو کي نغښتي دى. .
که څه هم کتاب په پرله پسې توګه په کاناډا کي د " افغان رسالې" په وزينو پاڼو کي خپرېده، خو د ٢٠٠٨ د ډسمبر په مياشت کي د افغان رسالې او " علامه رشاد خپرندويه ټولنه- کندهار" په ګډو هڅو او همت په ٤٢٣ مخونو او دوه ويشتو فصلونو کي د مترجم او ناشر د سريزو سره يو ځاى په ښه صحافت او ښکلي پښتو فانټ خپور سوئ دئ .
په هر حال، "بوش په جنګ کي" د تحقيقاتي ژورناليزم يوه ښه بېلګه ده. همدا راز، د ځوانو خبريالانو او د ژورناليزم محصلينو لپاره يوه ښه منبع هم ده. ليکوال د خپل کتاب په سر کي ليکي: "ددې اثر د ليکلو لپاره مي د بوش د ادارې د عالي رتبه مامورينو سره تر سلو زياتي مرکې کړي دي، او خپله د ښاغلي بوش سره مي پوره څلور ساعته مصاحبې کړي دي." برسېره پر دې ليکوال په سلهاوو نورو اثارو او موادو څخه استفاده کړې ده. په بل عبارت، ښاغلي باب وډوارډ پوره څېړنه او کورنى کار کړىدى.
د کتاب بل ځانګړى خصوصيت تاريخ او کرونالوژي ده. ليکوال د بوش د ادارې د فيصلو او تصميم نيولو پروسه تاريخ واره څېړلې ده. هغه د بوش د ادارې د امنيتي مشاورانو د هغو فيصلو په باب خبري کوي چي د سپټمبر د يوولسمي نېټې د ټروريزم څخه سمدستي را وروسته په افغانستان کي د طالبانو د رژيم د رانسکورولو تصميم پکي نيول کېږي. ټول کتاب د بوش د داراې پر همدغو لمړيو سلو ورځو باندي راڅرخي.
اوس چي اته کاله تېر سوي دي، د بوش د ادارې د غلطو او سطحي فيصلو عواقب په خطرناکه توګه را څرګند سوي دي. افغانستان په ناکامه او نارکو سټېټ بدل سوى دى. د ښاغلي اوباما د امر مطابق د عراق له تباه کونکي اشغال څخه د امريکايي عسکرو د راتلو پروسه پيل سوېده. په خارجه وزارت کي، د مېرمن کلنټن په مشرۍ د ايران، سوريې او نورو سره د خبرو اترو مثبتي هلي ځلي پيل سوي دي. په بل عبارت، د بوش د پېر پر خلاف جريان روان دى.
د کتاب لويه کمزوري د تحليل او تجزيې نشته والي دى. که څه هم د واقعاتو او پېښو کرونالوژيکل اودل او اېښودل ضروري دي، خو پرته له تحليل څخه نيمګړيتاوي د پخوا په شان پر خپل ځاى پاته وي. تحليل تاريخي او سياسي واقعاتو ته روح،جهت، او مقصد ورکوي،ځکه ټولي سياسي هلي ځلي سياسي اهداف لري.
د کتاب تر لوستولو وروسته، سړى فکر کوي چي د (سي اې ې) مشر جورج ټېنيټ د اسامه بن لادن، د عراق د عامي تباهۍ د وسلو، او د ټروريزم د خطرونو په باب تل په سوچونوکي ډوب وو. حال دا چي د سپټمبر د وحشت مسولين د فلوريډا په ايالت کي د پيلوټۍ په مکتوبو کي د طيارو چلول زده کړل. دلته يې په کلونو او مياشتو ژوند وکړ، په کورونو، ډيسکوګانو، او هوټلونو کي يې شپې او ورځي تېري کړي، او عطا او د هغه نورو ځناورو ملګرو د جرمني له پوهنتونونو څخه ډيګرۍ لرلې.
کله چي د افغانستان د نيولو فيصله وسوه ښاغلي ټېنيټ د شمال ايتلاف جنايتکاران د امريکايي ډالرو په زور واخيستل. د "سي اې ې" لمړۍ ډله پنجشير ته د داخلېدو سره سم پر فهيم، عارف، عبدالله، سياف، دوستم، عطا، او پر سلهاوو نورو جګړه مارانو او د افغانستان د ديرش کلن ناورين پر اصلي مسولينو باندي ډالر او سياسي مشروعيت پاشي.
کتاب وايي: د بوش ادارې او (سي اې ې) غوښتل چي د افغانستان جنګ د افغانانو او عربو تر مينځ جګړه وښيي. د (سي اې ې) مامورينو پر دې ټکي ډېر ټينګار کوي چي دا جنګ بايد د افغانانو او عربو ترمينځ موجوده اختلاف لا پراخ او غښتلى کړي. مګر له بده مرغه وروسته له اتو کالو څخه د بوش د بدو پاليسيو په نتيجه کي په افغانستان کي د ټروريزم پر خلاف جنګ د پښتنو پر ضد په يوه ناروا او ظالمانه جنګ بدل سوى دى. له وروستيو اسنادو څخه ښکاري چي ځينو امريکايي مامورينو د القاعدې د جانيانو په ګناه د ټولو پښتنو ځپل روا ګڼل، او همداسي يې وکړل. نن ورځ، په افغانستان کي د امريکا او ايتلافي قواوو ناکامي د پښتنو په وړاندي د هغوى د همدې خطرناکي او ناروا پاليسۍ نتيجه ښيي.
څرګنده خبره ده چي امريکايانو د سپټمبر د يوولسمي د بربريت د مسولينو مجازات او تباه کول غوښتل. بوش له همدې موجه او پراخ ملي او بين المللي قهر او کرکي څخه سوه استفاده وکړه. هغه د ټروريزم پر خلاف جنګ د اسلام او مسلمانانو پر ضد په جګړې بدله کړه. هغه په سيمه کي مذهبي افراطيت او القاعديزم لا غښتلى او مرګانى کړ. په افغانستان، عراق، او ټوله سيمه کي يې يو داسي اور بل کړ چي اوس يې تور او لغوړن تاوو حتى د رحمان بابا تر مقبرې پوري ورسېد.
په ګرده کتاب کي ښکاري چي امريکا د افغانستان د نيولو لپاره نه کم مخکنى پلان لاره او نه هم د سپټمبر د ټروريسټي حملو د مخه افغانستان د متحده ايالاتو لپاره کم خاص ستراتيژيک اهميت لاره. د ١٩٩٠ په کلونو کي، امريکا افغانستان سراسر هېر کړى وو. (سي اې ې) څو افغانانو ته غټ او ناشولټه موبايل ټيلفونونه ورکړي وه، او وظيفه يې د اسامه بن لادن او کاسي څارل وه. افغانستان ته توجه دونه لږ وه چي هلته امريکا خپل سفارت په کلونو کلونو تړلي پرېښود. همدا وجه ده چي د سپټمبر تر حملو را وروسته، امريکايي چارواکي د افغانستان په ارتباط دونه بې خبره دي چي د هغوى اکثره مهمي فيصلې نن ورځ ناکامه دي. په بل عبارت، د بوش د ادارې د لمړيو ورځو اشتباهاتو نننۍ فاجعه را مينځته کړه.
پدې کتاب کي د شمال ايتلاف د معامله ګريو په باب هم په کافي اندازه معلومات راغونډ سوي دي. د مسعود تر قيادت لاندي د شمال ايتلاف د افغانستان په خرڅولو او بربادۍ کي پوره ونډه لري. مسعود لکه يو سياسي سوداګر د هر چا سره معاملې ته حاضر دى. هغه هم له روسانو، ايرانيانو، هنديانو، اروپايانو، او هم امريکايانو څخه رشوت او پيسې اخلي.
دغه راز، پدې کتاب کي د کرزي د کمزوري شخصيت په باب هم په کافي اندازه معلومات راغونډ سوي دي. کرزي لکه د کابل د منډيي جوالي د هر چا د بار وړولو ته چمتو دى. په همدې کتاب کي ښکاري چي کرزي د خپل ملت، قام، او هېواد د برخليک په باب سرسري او معامله ګر فکر لري. هغه د مقام د ترلاسه کولو لپاره هر ډول شرايطو ته غاړه اېږدي.
په هر صورت،کېداى سي چي له نننيو غمجنو واقعاتو څخه څه د عبرت درس واخيستل سي ، او اجازه ور نه کړه سي چي يو ځل بيا د افغانانو په سياسي برخليک لوبي وسي. که چيري د تاريخ لوست يو ولس خپلو پخوانيو اشتباهاتو ته متوجه نکړي، نو بيا تاريخ ليک او لوست د وخت ضايع کول او فضول کار دى. خو څرګنده خبره دا ده چي تاريخ ته اهميت نه ورکول پوره ساده ګي او تباهي ده. د افغانستان معاصر تاريخ بار بار ښودلې ده چي سل په سل کي پر پردو باندي تکيه کول نه يوازي د يو سياسي جريان او يا سياستوال لپاره بد عواقب لري، بلکي د ولس او وطن پر خلاف هم مرګانى ګوزار دى. والسلام.
هاري - وشنګټن
Tuesday, 10 March 2009 16:47 administrator
په پښتنو کې د ښځې درناوى او د اويستا سندرې ؛
لوى افغانستان او لرغونی تاريخ
د لويديځ له مدنيته ډېر افتونه راغلي، چې يو يې هم د ښځې ورځ او حقوق دي. پښتانه لرغونى تاريخ لري، چې ارزښتونه او رويات يې پاتې دي.
ښځه په پښتني ټولنه کې پوره محرکه قوه ده او نرينه د ښځې له پېغوره نه يوازې ځان ساتي، بلکې د کار، غيرت ايماندارۍ، هېوادپالنې، خپلواکۍ او نورو اړوندو ارزښتونو حساب هم ښځې ته ورکوي .ښځې په سندرو کې د ((اور)) ساتنه کړې ده. يعنې د کور نغرى او تنور ساتي، چې سوړ نه شي. څښتن تعالى ښځه د کور د ډيوې د لگولو، د نغري ، تنور او د ژوند د خوځښت د ساتلو لپاره يوه وسيله اوانعام گرځولې ده.
اروپايان او د هغو گڼکپان دې ځانته دا د شمار سولېدلې خبرې وکړي. دوى پوه نه دي، چې پښتانه تر هر چاښه پوهيږي.
د ښځې په پلو کې څوک مړي بخښي ؟
هغه ملت، چې ځان هېر کړي او بل ته سترگې وغړوي، د بخښنې نه دي. پښتانه به تر هغې، چې د لويديځ وحشت ولاړ وي، خپل اصول ژوندي ساتي؛ځکه ، چې بهرني پوځيان او پانگوال امپريالستان زمونږ هېواد ته له دښمنۍ ډک د وحشت او ډار د سمبولونو په توگه راغلي دي.
امريکايانو ته اسيايي وگړي د الاسکا له لارې ورغلي او هم يې اروپا ته (( اور)) ورپېژندلي دي. دغه تاريخي ارزښت ساپيانوبشر ته ورساوه، خوامريکايانو او اروپايانود تاريخي شتون لاره بدله کړه. دوى حقيقت ((گټه)) وگڼله ، چې تر اوسه (( گټه)) حقيقت بولي . يعنې په کومه کړنه کې، چې د دوى گټه نه وي، هغه حقيقت نه بولي . هر څوک، چې دې خبرې ته څير شي، له دوى سره به هېڅکله جوړ نه شي؛ ځکه، چې په تېرو درې پېړيو کې يې ناقصه او نيمگړې وده کړې ده .يعنې بې گټې حقيقت نه مومي .
د پښتنو د ټولنې يو بل ځانگړتوب دا دى، چې دژوند ښېگڼوته يې اوس لندۍ او نارې د سندرو په ځاى کار ول کيږي.
د ژوند دا ښېگڼې نه يوازې تاريخې ارزښت لري، بلکې اوسنيو ته په ((کاتها)) کې هم خوندي شوې دي. دپښتنو د لنديو ويونکې ، مهال او شمېر څرگندنه وي .لکه يو بحريا سمندر، چې څپې يې نه شمېرل کيږي، دغسې لندۍ هم ازرښتمن واقعيتونه څرگندوي. د بېلگې په توگه فرانسوي پوه ډارمسټتر پر 1888ع کال ((د پښتونخوا هار او بهار )) نومي اثر کې يوه لندۍ ، چې اوس يې هم ارزښت پوره څرگند دى ، ليکلې . وگورئ :
خط مې خام مضمون کچه دى
مناسب نه دي، چې د يار دلبار ته ځمه
دا دوه سوه يو ويشت کاله وړاندې د يوې پېغلې خبره ده، چې خط يې ښکلى او مضمون يې پوخ نه دى؛ ځکه ، نو ښه نه وي، چې د يار ((دلبار)) ته لاړه شي .
دا لندۍ د يار دربار ته د ورتگ انساني او اخلاقي ارزښت وړاندې کوي، چې نه ورتگ يې انساني او اخلاقي دليل نه لري .
استاد احمد علي خان کهزاد د اويستا په سندرو کې دغه ښځې ، مېرمنې او پېغلې راپېژندلي، چې شاعرانې او لارښوونکي وې. دغه راغلي امريکايان او اروپايان د پښتنو دغه يې شتون پېژندلى نه شي . هغه بې لارې پښتانه، چې له نولسمې پېړۍ راوروسته روزلي شوي، چې اوس دا دى په پاکى کې د دوى او خپلواکو پښتنو تر منځ جگړه بېلا بېل پړاوونه وهي .
استاذ کهزاد ويلي، چې په لرغوني تاريخ کې ښځې او پېغلې انساني او اخلاقي ارزښت ډېر لوړ ځاى درلود او هغه وروستنيو ته به سندرو کې راغلي دي .
لوى افغانستان او لرغونى تاريخ : د ويدي سندرو له مخې ((ريشياني)) چې په عرب کې شاعرانې بلل کيږي، د وخت له پوهنې او معرفت خبرې وې. دغه راز ښځو د قربانۍ په مراسمو کې هم خپله برخه څرگنده کړى ده .
استاذ کهزاد دغه مېرمنې يادوي
١ _ شهزادگۍ گوشا - شاعره
٢ - ماما تا - پوهه
٣ - ايالا - شاعره
٤ - سوريا - شاعره
٥ - اندراني - شاعره
٧ - ساسي - شاعره
دا هغه مهال دى، چې امريکا او اروپا ته اسيايي وگړي کډه شوي نه ول او نه هلته چا غنم پېژندل .
په پورته لندۍ کې د دربار په ځاى ((دلبار)) ليکل شوى. دا که عادي تېروتنه وگڼل شي؛ نو د مين دربار ته ((دلبار)) ليکل به غوره وي.
بيا هم دومره کاله وروسته د شرم خبره ده، چې بهرني پوځونه افغانستان ته له پښتنو سره جگړو ته راغلي، چې دا دى له جگړې يې اته کاله تېر شوي او نن د پوځي چتر لاندې د ښځې ورځ نمانځي .وبه گورو، چې پښتنه څه وايي :
ما تر هغې مجلسه ځار کړې چې مې جانان په کې اوږده کوي بحثونه
دلته بيا د پښتنې ښځې لوړ ظرفيت ليدل کيږي، چې د خپل يار منطق او مباحثې ته خوشحالي څرگندوي .
ما په سينه غاټول کرليد زړه په وينو يې ساتم، چې تازه وينهما په تدبير فقير بادشاه کړېستا په تقدير مو لا ليکلي وه غمونه
د اويستا له سندرو تر نننيو لنډيو پورې دا ظرفيت ، خو ندي دى ؛ د بي بي زينبې تاريخي نارې اوس هم اوريدل کيږي او تاريخي ارزښت يې د ياد او وياړ وړ گڼل شوى دى؛ځکه، چې د پښتني ټولنې دغه غوره خوا د ملي پيدايښت پر معنوي او مادي ارزښتونو پوره ټينگار ته د پوره بلنې غږ دى .هغو، چې د امپريالستانو پر اوږه لاس ايښى، پخپله له لوړو او ژورو خبره نه دي؛ هېواد او ارزښتونه يې زيامن کړي دي . دوى دې په نسلي توگه ورک شي او مقاومت دې پياوړى وي.
ليکنه : قدرت الله حداد
نن خو ...
سميع الله اميني
هسې هم دوه ورځې دمخه د دفتر د چارواكو له خوا ماته ويل شوي و چې ستاسو تړون ليك فسخه شوى دى او وروسته د اپرېل له اوله به له دې دفتر سره ستا د كار كولو موده پاى ته ورسيږي .
د پسرلي بارانونه و له پوهنتون څخه د دفتر په لور روان شوى وم، يو څه په موټر كې راغلم او نور په پښو د دفتر په لور لګـيا وم .
خپلې شعـبې ته په ننوتو سره سم د خپلې انوارۍ په لور روان وم چې له شا غږ وشو چې اميني كار دې خلاصوه نور ته له دې دفتر څخـه منفك شوى يې ؟ ما بابېزه وګڼله ځكه زه خبر وم چې زما او زما په څېر يو څو نورو پسې ځينو خلكو پښې لوڅې كړې وې چې له دې دفتر څخه مو منفك كړي .
ما خپل غوږ پرې ونه ګراوه او د انوارۍ څخه مې خپل روى پاك راووېسته او خپل د مخ په پاكېدو شوم . وړاندې ورغلم غوښتل مې چې په دې خبره پوره ځان پوه كړم .
نورو ملګرو د ډوډۍ د خوړلو او نه خوړلو پوښتنې كولې ماويل چې ډوډۍ خو مې نه ده خوړلې خو زه غواړم چې زما د منفكۍ كارونه ژر تر ژره خلاص شي . ځينو ملګرو د ډوډۍ په خوړلو ټينګار كاوه . خو ما نه منله . همداسې يې د دفتر اداري مسوول ته ټيلفون وكړ چې فلانۍ درلېږم د منفكۍ كار يې ژر تر ژره خلاص كړئ . همداسې د اداري خونې په لور روان شوم هلته يې هم راته وويل چې نن د اپريل لومړى نيټه ده او ته نور له دې ادارې سره اړيكې نه لرې .
ما ويل چې اوس زه بايد څه وكړم ؟
د ادارې له لوري راته وويل شول چې د دروازې لاره دې ليدلې ده ؟
ما هو .
ويل يې چې بس نو ...
ما ويل چې نور اداري كارونه راخلاصه وه چې ځم ريښتيا هم د تېرې مياشتې معاش مې هم نه و اخيسئ د هغه مې هم پوښتنه وكړه ؟
په ادارې كې همداسې ولاړ وم راته يې وويل چې ځه اوس دفتر ته دې لاړ شه موږ به دې اداري كارونه درخلاص كړو بيا به تاته غږ وكړو .
بېرته دفتر ته راغلم ملګرو راته ويل چې ځه اوس ډوډۍ دې وخوره خداى به هر څه سم كړي د پخلنځي په لور روان وم چې په لاره كې يوه ملګري سره يو ځاى شوم هغه ته مې وويل چې ډوډۍ خوند نه راكوي، كاش! چې دا زما كار يې ژر خلاص كړى واى چې نور له دې دفتر څخه تللى واى .
ويل يې يوه خبره درته كوم چې دا ډوډۍ خوند دركړي هغه دا چې نن د اپريل لومړى ورځ او د درواغو نړيواله ورځ ده . او همداسې په ډېر لوړ غږ په خندا شو ...
همداسې يې زموږ د دفتر د مشر كيسه راته پيل كړه :
كله چې دا د دفتر مشر دفتر ته راغى نو د تل په شان د دروازې په پرانستلو سره وويل چې : سلام كووم ! د دفتر د نور كاروكوونكو په ګډون ورته وويل شول چې ته له دې دفتر څخه منفك شوى يې ! د دې خبرو په اوريدو سره دى ډېر جدي شو او سمدالاسه يې د شعبې منيجر ته زنګ وواهه هغه او د ادارې ټول كاركوونكي ښه پوهول شوي و چې د دوى له خبرو سره سم ورسره چلند وكړي .
هغه د ده د ټيليفون ځواب ووايه او ورته يې په ډېره عاجزۍ سلام يې ورسره وكړ او چې ده خپل حال ورته وويل نو هغه هم وويل چې هو زموږ او د دې موسسې مشر تر منځ ستا په شتون باندې لانجه راولاړه شوې ده نو د اپريل له لومړۍ نېتې څخه ته دې دفتر ته مه راځه .
هغه نا هيلى د ادارې په لور وخوځېد په ادارې كه ناست سړي هغه ته يوه سپينه پاڼه ونيوه او ورته يې وويل چې دا لاسليك كړه له دې سره به نور ستا اړيكې له دې دفتر سره پرې شي .
دى مخكې له دې چې پاڼه وګوري چې څه په كې ليكل شوي دي يو وار په ډېر جدي انداز وويل چې زه دا پاڼه نه لاسليك وم زه له دې دفتر څخه نه ځم !!! ولې ... ؟؟؟
اداري مشر نور ځان يې له كنټروله ووتى و ورته په خندا شو .